ناټو: په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو شمېر د سولې په خبرو پورې تړلی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو ځواکونو راتلونکی شمېر له طالبانو سره د امریکايي چارواکو د خبرو له نتیجې سره تړلی دی.

د ناټو عمومي منشي وايي چې ناټو تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه کړې، خو په راتلونکي کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ناټو د پوځي ځواکونو شمېر د سولې د روانو هڅو له نتیجې سره تړلې مسئله ده.

ینس سټولټنبرګ چې پرون یې په بروکسل کې د ناټو د ۲۰۱۸ کال د راپور د وړاندې کولو پرمهال څرګندونې کولې، زیاته کړه چې ناټو به بیا هېڅ کله اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ترورېستانو په ځاله بدل شي.

ده وویل:

"موږ د دې لپاره په افغانستان کې یوو چې دا هېواد بیا هېڅ کله د نړیوالو ترورېستانو ځاله نه شي، همدا له طالبانو سره د روانو خبرو یو مهمه مسئله هم ده، نو په راتلونکې کې د ناټو د ځواکونو شمېر تر ډېره د دې خبرو له نتیجې سره تړلی دی."

امریکايي چارواکو له تېر یو کال راهیسې له طالبانو سره تماسونو ته زور ورکړی او نږدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه وګماره.

د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد

ښاغلي خلیلزاد تر دې مهاله د طالبانو له استازو سره په پنځو پړاوونو کې خبرې کړې دي.

طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

د دې خبرو وروستی پړاو د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو کومې موافقې ته نه دي سره رسېدلي.

سټولټنبرګ وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېلو امریکايي چارواکو له ناټو سره په منظم ډول سلامشورې کړې دي.

دی زیاتوي:

"موږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو هرکلی کوو، موږ دا خبرې له نږدې څارو او په دې اړه د ناټو له غړو سره هم سلامشورې کېږي، د امریکا مشر مرکچي زلمی خلیلزاد څو ځلې ناټو ته راغلی او له نږدې تماس ورسره لرو، د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې د دوحې په خبرو کې حاضر و، هم په دې وروستیو کې ناټو ته راغلی و."

اوس مهال د ۳۹ هېوادونو شااوخوا ۱۷ زره سرتېري د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي چې دنده یې افغان ځواکونو ته د پوځي زده کړو او د سلامشورو ورکول دي.

په دې برخه کې تر ټولو زیاته ونډه امریکايي ځواکونو اخیستې چې شمېر یې ۱۴ زرو ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره ډېسمبر میاشت کې له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او ورپسې امریکايي چارواکو وویل چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د کمولو په اړه هم غور کوي.