د هرات د حیرتان بندر له لارې چین ته د اورګاډي په وسیله د افغاني تولیداتو د لېږد پرانیسته وشوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې تر دې دمه یوازې واردات کېدل، خو له دې وروسته به له دې لارې چین ته په زیاته اندازه افغان تولیدات هم استول کېږي.
دی وایي، د بندر عباس او کراچۍ بندر په پرتله د هرات بندر له لارې د رېل ګاډي په وسیله د مالونو انتقال ۵۰ فیصده ارزانه تمامېږي او ژر استول کېږي.
د هرات حیرتان بندر د افغانستان یو له مهمو بندرونو بلل کېږي چې له لارې يې افغانستان له ازبکستان او مرکزي اسیا سره نښلول کېږي.