د افغانستان دفاع وزارت تأیید کړه چې لږ تر لږه پنځه افغان سرتېري په ارزګان کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
خو په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې امریکایي ځواکونو د خپل ځان د دفاع لپاره دقیقه هوایي بمباري پر هغو کسانو کړې چې د افغان ملي اردو پوستې ته نږدې یې پر افغان او امریکایي ځواکونو ډزې کولې.
د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه مرګ ژوبله هغو افغان سرتېرو ته رسېدلې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.
د ناټو د غوڅ ملاتړ یوې ویاندې دیبرا ریچارډسن که څه هم په سیمه کې د امریکایي ځواکونو لهخوا هوایي بمباري تأیید کړې، خو افغان ځواکونو ته اوښتې تلفاتیې نهتأیید او نه هم رد کړې دي.
په سیمه کې یوې معتبرې پوځي سرچینې بیا پرون ازادي راډیو ته وویل و چې دا پېښه د ترینکوټ اړوند په بېدک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو سرتېرو له یوې پوستې د وسلهوالو پر شک پر هغو بهرنیو او افغان کمانډو ځواکونو ډزې پیل کړې چې سیمې ته د عملیاتو په هدف روان و.
د دواړو لورو ترمنځ له نښتو وروسته پر دې پوستې امریکایي ځواکونو بمباري وکړه چې د دغې سرچینې په حواله د ملي اردو پنځه سرتېري پهکې ووژل شول او شااوخوا ۱۵ نور ټپیان شول.