د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس د بلخ په دولتي ادارو کې د وروستیو تبدیلیو په خاطر مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړ.
عطا محمد نور پرون په مزار شریف کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل:
"موږ د خپلو خلکو د حقونو لپاره د دې کمزوري حکومت چې څه باندې دوه میاشتې وختیې پاتې دی، دغه تغییر او تبدیل نهمنو که حتی بحران هم رامنځته شي او جګړه وشي."
ښاغلي نور زیاته کړه چې د بلخ امنیه قوماندان د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د توافق له مخې ټاکل شوی او اوس مرکزي حکومت غواړي چې د هغه پر ځای بل څوک وټاکي.
په وروستیو کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ، عامې روغتیا ریاست، د ښاروالۍ معاونیت او د حیرتان د بندر ریاست ته نوي کسان معرفي شوي دي.