تمه ده چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني په جاکارتا کې د اندونیزیا له بهرنیو چار وزیرې رېنتو مارسودي سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل:
"د امریکا متحده ایالاتو هم له اندونیزیا سره د دې لپاره خبرې کړې وې چې د افغان سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. اندونیزیا په خپله هم وړاندیز کړی چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ به د مخامخ خبرو کوربه شي."
که څه هم طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو انکار کړی دی، خو یو شمېر افغان چارواکي هیلهمند دي چې دا خبرې به په جاکارتا کې وشي.