د ایران د چابهار بندر له لارې، هند ته د افغانستان د صادراتو لومړۍ بېړۍ ورسېده.
د ممبی سمندر غاړې ته د دې مالونو د رسېدو لپاره پرون ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.
پهدې مراسمو کې چې یو شمېر هندي چارواکو هم برخه اخیستې وه، افغان جنرال قونسل نسیم شریفي وویل، چابهار تر دې وروسته یو خیال نهدی، دا لار په حقیقت بدله شوه او افغانستان اوبو ته مستقیمه لار پیدا کړه.
دا صادرات ۵۷۰ ټنه ته رسېږي، چې ۱۳۰ ټنهیې خوراکي مواد او ۴۴۰ ټنهیې شوکاڼي «ټالک» دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېر کال د چابهار بندر د پرانیستو په مراسمو کې هیله ښکاره کړې وه چې په راتلونکي کال کې به هند ته د افغانستان صادرات دوه برابره شي او دوه میلیارده ډالرو ته به ورسېږي.