د نایجیريا په لوی تجارتي ښار لاګوس کې د یوه ابتدائیه ښوونځي ودانۍ نړېدلې ده.
وېره ده چې ډېر ماشومان زدهکوونکي به تر خاورو لاندې شوي وي.
ښوونځی په داسې وخت کې نړېدلی چې ماشومان په صنفونو کې په زدهکړه لګیا وو.
د تلفاتو په اړه هېڅ نهدي ویل شوي.
ویل کېږي چې د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په هغه هېواد کې د یوې کلیسا چت راولوېد او ۱۰۰ تنهیې مړه کړل.