د ساحلي فوټبال افغان ټيم په ۲ ماتو او یوې بریا له اسیایي سیالیو ووت

د ساحلي فوټبال افغان ټيم

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي ټيم تر دوو ماتو او یوې بریا وروسته له اسیايي سیالیو ووت.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، افغانستان توانېدلی چې په دغو لوبو کې مالیزیا ته ۳ د ۲ په وړاندې ماته ورکړي او په دوهمه لوبه کې یې له فلسطینه ۳ د ۲ په وړاندې ماته وخوړه.

د اسیا ساحلي فوټیال سیالۍ په ټایلند کې د ۱۶ ټيمونو په حضور کې د مارچ د میاشتې له ۷مې پیل شوې دي.

دغه سیالۍ به د مارچ د میاشتې په ۱۷مه پای ته ورسېږي.