"ICC": د هند کرکټ ټیم ته د پوځي خولیو د پر سرولو اجازه شوې وه

د هندوستان د کرکټ مینه‌وال

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د هند د کرکټ ټیم ته‌یې استرالیا سره د لوبې پر مهال، د پوځي خولیو د پر سرولو اجازه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې پاکستان د هندي لوبغاړو دغه عمل ته سخت عکس‌العمل ښودلی و.

د پاکستان یو مرکزي وزیر فواد چوهدري له (آی. سي. سي) غوښتني وو چې د هند په لوبډلې دې بندیز ولګوي، ځکه د هغه له قوله دغه کار په کرکټ کې د سیاست ګډول دي.

خو (آی. سي. سي) ویلي چې د هند لوبډلې ورنه په وروستي برید کې ۴٠ وژل شویو عسکرو ته د درناوي په خاطر د پوځي خولیو د پر سرولو لپاره اجازه غوښتې وه چې هغوی ورته اجازه ورکړه.