امریکا په ایران کې پر نسرین ستوده د زندان نوی حکم غندلی

په ایران کې د بشري حقونو فعاله نسرین ستوده

د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې د بشري حقونو پر فعالې نسرین ستوده د زندان نوی حکم په شدت غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو پرون وویل چې د ایران د رژیم له دې پرېکړې چې ستوده‌یې په ۳۸ کاله بند او ۱۴۸ دورو محکومه کړې، ډېر په غصه دي.

پالادینو ویلي:

"دا وحشیانه حکم دی."

ستوده اوس‌مهال په زندان کې پنځه کلنه دوره تېروي، د هغې مېړه ویلي چې په دې علاوه، د ۱۰ کاله زندان حکم هم ورباندې شوی دی.

ستوده په ایران کې د اداري فساد، پروپاګند او د سیستم پر ضد فعالیت په څېر د تورونو له امله په زندان محکومه شوې، خو د درو حکم له دې امله ورباندې شوی چې سرتوره د محکمې غونډې ته ورغلې وه.