سرچینه: په ارزګان کې په خپلمنځي نښته کې ۵ افغان سرتېري او یو بهرنی وژل شوي

د ارزګان مرکز ترینکوټ

یوه سرچینه وايي چې د ارزګان ولایت په مرکز کې د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې پر مهال‌يې ۵ د ملي اردو سرتېري او یو بهرنی وژل شوي او ۱۱ د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین هم پېښه مني او وايي چې په یاد برید کې تر ۱۵ پورې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت مقام ویاند ادم خان جیلاني بیا پېښه تأییدوي، خو وايي چې تر اوسه کره معلومات نه‌لري.

جیلاني زیاتوي چې دوی په دې اړه څېړنه کوي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور