د غزني ځيني خلک: د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې ۱۲ ملکيان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې غزني ولایت

د غزني د اندړ ولسوالۍ د لېوانو د کلي خلک ادعا کوي چې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې کلي خلکو پرون مازیګر د غزني په ښار کې مظاهره وکړه.

د ازادي راډیو د خبریال په حواله، هغوی دوه جسدونه هم د غزني ښار ته ورسره راوړي وو.

مظاهره‌چیانو ادعا کوله چې په مړو کې دوه کوچنیان او یوه ښځه هم شامل وو.

د هغوی په وینا، بې‌پيلوټه الوتکې د کابل-کندهار پر لویه لار پر یوه فلاینګ کوچ موټر برید کړی او په موټر کې ناست خلک‌يې چې د غزني ښار ته تلل، وژلي دي.

افغان حکومت لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.