د فراه د ټولګټو چارو سرپرست رئيس د وسله‌والو په حمله کې ووژل شو

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

د فراه ولايت د ټولګټو چارو (فوايد عامې) سرپرست رئيس نن د وسله‌والو په حمله کې ووژل شو.

د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب‌الله محب رسنيو ته ويلي چې پر انجنير سليم فراهي تر حملې وروسته حمله کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.

د پژواک خبري اژانس په حواله، پر سليم فراهي دغه حمله د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې هغه وخت شوې چې دى د خپل کار دفتر ته روان و.

تر دې شېبې چا د دې حملې مسؤليت نه‌دى منلی.