د کاليفورنيا والي: د اعدام سزا له اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې ده

د امريکا د کاليفورنيا ايالت والي ګاوين نيوسام غواړي چې هغه اجرائيوي فرمان چې په دغه ايالت کې د اعدام د مجازاتو د مخنيوي په باب دى، لاسليک کړي.

هغه له مخکې په يوه اعلاميه کې ويلي:

"د اعدام مجازات زموږ له اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې دي."

له دې سره په کاليفورنيا کې په مرګ د ٧٣٧ محکومو شويو کسانو مجازات د لنډې مودې لپاره ځنډول کېږي.

خو د دغه فرمان له مخې به هېڅ‌څوک له بنده خوشې نه‌شي.