د اروپايي ټولنې يو لوړ رتبه چارواکى وايي، د سولې يوې موافقې ته د رسېدو لپاره بېړه يوې پايداره موافقې ته زمينه نهشي برابرولى.
د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر نيوين ميميتڅه پرون سې شنبه د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د اروپا د پارلمان يوې جلسې ته په خبرو کې وويل:
"پوهېږو چې پايداره سوله وخت ته اړتيا لري، يوه بېړنۍ موافقه پايداره نهده، ځکه نو اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د سولې تر تړون مخکې د دې موافقې په جريان او تر هغې وروسته د افغانستان ملاتړ وکړي چې د پايدارې سولې ډاډ ترلاسه شي."
د افغانستان د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې دغه کمېشنر په داسې حال کې خبرې کوي چې د طالبانو د استازو او امريکايي هيئت ترمنځ په قطر کې د سولې مذاکرې تر ١٦ ورځو وروسته پرون پاى ته ورسېدې.
د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده، خو ويېويل چې ښه خبر هم راروان دى.
د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر نيوين ميميتڅه
نيوين ميميتڅه په خپلو خبرو کې زياته کړه:
"که څه هم د افغانستان بېګناه نارينه، ښځې او ماشومان له دغه کړاوه ځورېږي، له دې سره سره کولاى شو چې هيلهمند واوسو چې د دغه هېواد لپاره ښه خبر راروان دى."
د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر ميميتڅه دا وينا د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ پر اوږدمهالې موافقه بحث ته ځانګړې شوې وه.
د افغانستان او اروپايي ټولنې چارواکو په ٢٠١٨ میلادي کال کې دوه وارې سره کتلي وو او پر کليدي مسايلو لکه بشري حقونو، جنسيتي مسايلو، ښې حکومتوالۍ، سيمهييزو همکاريو او مهاجرت پر موضوعيې موافقه کړې ده.
د اروپايي ټولنې دغه لوړرتبه کمېشنر وويل، افغانستان غواړي چې په ټولو دغو مواردو کې د خپلو وګړو په ګټه د پام وړ پرمختګ ولري او اروپايي ټولنه په دې برخه کې همکاريو او ملاتړ ته چمتو ده.