د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صنعتي پارکونو د برښنا د ستونزو د هواري په لټه کې دی.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې اړه تېره ورځ یوه ناسته هم جوړه شوې وه او صنعتکارانو وویل چې په صنعتي پارکونو کې یوازې ۳۰۰ مېګا واټه برښنا ته اړتیا ده چې دا مهاليې د نهموجودیت له امله صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت بیا د یوې تخنیکي کمېټې په جوړولو سره ژمنه کړې چې د صنعتکارانو ستونزې به هوارې کړي.
کمېټه به د برښنا د ستونزو د هواري لپاره یوه منظمه طرحه جوړوي.