په بادغیس کې په ۱۷۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په بادغیس ولایت کې په ۱۷۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي ارډيو ته وویل چې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مرسته به په دغو باغونو کې مېوه لرونکې ونې وکرل شي.

نوموړي وویل، بڼوالو ته په دې هدف مېوه لرونکي نیالګي هم وېشل شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس، د بادغیس اقتصاد تر ډېره پر کرنیزو محصولاتو ولاړ دی او په دې سره به د خلکو په اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی راشي.