ایا له طالبانو سره د سولې له یوه جوړجاړي سره سره به رښتیا هم له افغانستانه د ترهګرۍ ټغر نهټولېږي او په وړاندې یې بیا هم کورنیو او نړیوالو هلو ځلو ته اړتیا شته؟
له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په ګډون د ټولو نړیوالو پوځیانو وتل له امریکایي پلاوي سره په روانو خبرو کې د طالبانو د یوه عمده شرط په توګه په رسنیو کې راڅرګند شوی او دا چې بیا به له افغانستانه امریکا او نړۍ نهګواښل کېږي، د امریکایي پلاوي یو مهم شرط ګڼل شوی دی.
سره له دې چې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د روانو خبرو له دوام سره د دې خوشبیني زیاته شوې چې بالاخره د دې خبرو په نتیجه کې د دواړو لورو ترمنځ یو توافق وشي او ښایي د افغانستان حکومت هم په دې خبرو کې ورګډ شي، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې له طالبانو سره د سولې د یوې احتمالي موافقې په وړاندې محتاطانه خبرداری ورکړ او ویېویل چې ښایي ورسره له دې هېواده د ترهګرۍ نړیوال ګواښ لهمنځه لاړ نهشي.
ده وویل:
"باید هېر نهکړو چې په افغانستان کې له طالبانو سره سوله دا معنی نهلري چې د نړیوال ترورېزم ګواښ نور پای ته رسېږي، افغان ځواکونه به بیا هم د ترورېزم له ګواښ سره مخامخ وي، خو دغه مسؤلیت یوازې د افغانانو نهدی، دا اوږمهاله نړیوال ګواښ دی چې په وړاندې یې د نړیوالو دوامدارو هڅو ته اړتیا شته."
افغان چارواکو تل دا خبره کړې چې په افغانستان کې شااوخوا ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي، هغه نړیوال ګواښ چې ښاغلی محبیې خبره کوي، احتمالیې د بلې کومې یا کومو وسلهوالو ډلو لهخوا زیات دی؟
د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دې اړه وایي:
"په اوسني وضعیت کې داسې نهبرېښي چې کومه ډله به د طالبانو ځای ونیسي، یا مکمل د طالبانو په څېر ځواکمنه شي او له افغانستانه نورې نړۍ ته ګواښ متوجې کړي، یوازې دغه داعش دی چې ممکن دا ډله پاتې شي، خو طالبانو هم ژمنه کړې چې له دوی سره به حساب تصفیه کوي او هغوی به لهمنځه وړي، او پاتې شوې نورې بهرنۍ ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، لکه لشکر طیبه چې مرکزونهیې دلته په افغانستان کې دي، یا نور بهرني وسلهوال چې مخکې دې هېواد ته راغلي یا اوس له عراق یا سوریې راځي، په افغانستان کې د مرکزي اسیا جنګیالي دي، دوی ممکن د سولې له دغه بهیر سره یوځای نهشي، ممکن دغه وسلهوال له داعش یا نورو ډلو سره یوځای شي چې دا یو ګواښ دی."
له طالبانو وروسته هغه ډله چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو پېښو مسؤلیت اخیستی، د اسلامي دولت نومې ډله یا داعش ده.
دا چې نورې څومره د دولت وسلهوالې مخالفې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي؟
د افغانستان د کورنیو چارو له ترورېزم سره د مبارزې د چارو پخواني مرستیال نجیب امان څه موده مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یو شمېر دغو ډلو نومونه یاد کړل او ویېویل چې د دوی د معلوماتو پر اساس، اټکل کېږي چې د ترهګرۍ تر چتر لاندې به شااوخوا ۵۰ زره وسلهوال په افغانستان کې فعالیت کوي.
ده ویلي وو:
"په افغانستان کې د ترورېزم د پديدې تر چتر لاندې څو ډلې فعالیت کوي، طالبان، داعش، حزبالتحریر، لشکر طیبه، لشکر ترکستان شرقي، لشکر ازبکستان اسلامي او جنبش اسلامي تاجکستان او ځینې نورې ډلې، دغه ټولې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د فعالیت سیمې یې معلومې دي، د افغانستان د یوه امنیتي ارګان په توګه د دغو ټولو ډلو، د هغوی د مشرانو د فعالیت د ساحو او ان د هغوی د وسلو او تجهیزاتو د بڼې په اړه دقیق لېستونه له موږ سره شته."
که طالبان له امریکا سره په خبرو کې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو چې په دې هېواد کې د نړیوال ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره له تېرو شااوخوا ۱۸ کلونو راهیسې فعالیت کوي، پر ایستلو ټینګار کوي او په بدل کې یې له امریکا سره د دې ژمنه کوي چې له دې هېواده به بیا نورې نړۍ ته د ترورېزم ګواښ نهمتوجې کېږي، ایا د سولې په یوه احتمالي توافق سره دغه کار شونی دی؟
بیا هم ښاغلی کوهستانی وایي:
"که طالبان له دغه حکومت او له دغو ساختارونو سره یوځای شي او واقعاً یوه مصالحه وشي او دوی په مختلفو سطحو کې مشارکت ولري، له ولایتونو تر وزارتونو پورې او هم په امنیتي ساحو کې صادقانه همکاري ولري او له اوسني نظام اسلامي جمهوریت سره یوځای شي، زما نظر دا دی چی نورې ډلې بیا نهشي کولای چې په افغانستان کې داسې ځواکمن قوت رامنځته کړي چې مقاومت وکړای شي، ولو که خارجیان، ګاونډي یا نور هېوادونهیې ملاتړ هم وکړي."
ښاغلی کوهستاني د افغانستان د سولې او ثبات کېلي د طالبانو په صادقانه همکارۍ پورې په داسې حال کې غوټه کوي چې دې ډلې تر اوسه د افغانستان له حکومت سره چې په دې هېواد کې د جګړې بل اصلي لوری دی، له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې او هغه یو لاس پوڅی حکومت بولي.
د طالبانو دغه دریځ ته په پام سره که په راتلونکي کې په هغه کې بدلون رانهشي، د افغانستان د تېرو شااوخوا څلورو لسیزو جګړو ته په پام سره چې یوه ډله ورکه شوې او بلې سر راپورته کړی، په دې هېواد کې د تل پاتې سولې څرک نهلیدل کېږي.