دفاع وزارت وايي چې یاسین ضیا د دې وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسمالله وزیري د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
بسمالله وزیري تر دې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان و.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ناوخته دفاع وزارت خپره کړې، همداراز ویل شوي چې ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کې د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوايي قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په دې وزارت کې د څو نورو نویو ګمارنو خبر هم ورکړل شوی او ویل شوي دي چې دا کسان د دفاع وزارت د بېلابېلو وړاندیزونو او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټاکل شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېکپی به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پورې د دې قول اردو سرپرست قوماندان وي.