د نړۍ ګڼو هېوادونو د بوینګ ۷۳۷ مَکس ۸ (MAX 8) الوتکو الوتنې ځنډولې دي.
د نړۍ د ځینو هېوادونو هوايي شرکتونه دا ګام وروسته له هغې اخلي چې د ایتوپیا د هوايي شرکت د یوې همدې ماډلې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۵۷ تنه ووژل شول.
د ناروې، بریتانیا، استرالیا، چین، مالیزیا، سنګاپور، اندونیزیا، برازیل، مکسیکو او هند هوايي شرکتونو د دوشنبې په ورځ د بوینګ (737 مَکس 8) الوتکو الوتنې بندې کړې.
جرمني او فرانسې لا مخکې ورته اقدام کړی و.
ایسا (EASA) یا د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ټولنې د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، په ټوله اروپا کې د دې الوتکو الوتنې ځنډول شوې دي.
دغه الوتکې د الوتکې جوړونې امریکايي شرکت بوینګ تولیدوي.
د دې الوتکو پروژه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پرانیستل شوه، د روان کال د جنورۍ تر میاشتې یې ۳۵۰ دا ماډل الوتکې جوړې کړې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې له دې الوتکو څخه دوهیې د لوېدو د خونړیو پېښو سره مخ شوې دي.