چک جمهوریت د دغه هېواد دفاعي لګښت زیاتوي

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابیش

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابیش ژمنه کړې چې د خپل هېواد دفاعي لګښت به زیات کړي او د ناټو له‌خوا ټاکل شوي هدف ته به‌یې چې د کورني ناخالص تولید دوه په سلو کې برخه ده، ورسوي.

بابیش چې د سې شنبې په ورځ‌یې د پراګ په ښار کې د ناټو تړون سره د چک جمهوریت د یوځای کېدو د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې هېواد یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې هر کال دفاعي لګښت پرله‌پسې زیات کړی او تر هغې به دوام ورکړي چې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.

دا مهال چک جمهوریت د خپل کورني ناخالص عاید په سلو کې ۱،۲ برخه په دفاعي بودجه لګوي.

د چک صدراعظم زیاته کړې، دا جمهوریت ژمن دی چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به د دفاعي بودجې د زیاتولو په برخه کې ورکړل شوي هدف ته چې په سلو کې ۲ دی، ورسېږي.

چک له پولنډ او هنګري سره یوځای په ۱۹۹۹ میلادي کال د ناټو د تړون غړی شو.

دا له سړې جګړې وروسته د دې پوځي تړون لویه پراختیا وه.

د ناټو تړون د ۲۹ غړو هېوادونو څخه ۱۳یې یو مهال د وارسا د تړون غړي وو او چک جمهوریت هم په همدې ۱۳ هېوادونو کې شامل و.