له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو طرحه د دې هېواد پارلمان رد کړه

د اروپايي ټولنې بیرغ

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د څرنګوالي په اړه د بریتانیا د صدراعظمې طرحه د دې هېواد په پارلمان کې رد شوه.

بیا هم له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه د بریتانیا د صدراعظمې طرحې د دې هېواد په پارلمان کې د ۱۴۹ منفي رأیو په توپیر ماتې وخوړه.

ترزا مې تمه درلوده چې دا ځل به د بریتانیا پارلمان له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو د څرنګوالي په اړه دې طرحې ته مثبتې رأیې ورکړي، خو ۳۹۱ استازو ورته منفي رأیې ورکړې، او ۲۴۲ تنو تأیید کړه.​د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې

​د بریتانیا صدراعظمې په پارلمان کې د دې طرحې له ناکامېدو وروسته په وینا کې وویل:

"زه په ژوره توګه خواشینی یم چې نن شپه د دې مجلس له‌خوا داسې پرېکړه وشوه، خپل باور ته دوام ورکوم چې د بریتانیا او اروپايي ټولنې لپاره بهترینه پایله همدا ده چې یوې منظمې هوکړې ته ورسېږو او دا هوکړه چې موږ پرې خبرې اترې کړي، په واقعیت کې بهترین انتخاب دی."

اوس چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په برخه کې د بریتانیا د صدراعظمې طرحه له ناکامۍ سره مخ شوه، د نړۍ د دې پنځم لوی اقتصاد په وړاندې څو لارې په مخ کې دي، هغه دا چې یا باید له اروپايي ټولنې سره له توافقه پرته له دې ټولنې ووځي او یا به د مارچ میاشتې ۲۰مه چې له دې ټولنې څخه د وتلو لپاره نهايي نېټه ټاکل شوې، ځنډوي او یا به بیاځلې انتخابات کوي.

دا هم کېدای شي چې د اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه یوه بله ټولپوښتنه ترسره شي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې تر دې مخکې هم له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د څرنګوالي په اړه خپلې طرحې ته د پارلمان د غړو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې ماتې خوړلې وه.

ځینې وړاندوینې داسې هم ښيي چې ښايي مېرمن مې د درېیم ځل لپاره هم هڅه وکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو یوه بله طرحه وړاندې کړي، خو له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته به ورته دا سخته وي چې هغه دې په درېیمه طرحه کې بریالۍ شي.

اروپايي ټولنې مخکې ویلي چې له دې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پر موضوع د خبرو وخت پای ته رسېدلی او باید په بریتانیا کې توافق ترلاسه شي.

د اروپايي کمېسون رئیس ژان کلود یونکر د دوشنبې په ورځ له ترزا مې سره په لیدنه کې هغې ته خبرداری ورکړی و چې که دا توافق بیا له ماتې سره مخ شي، د یو بل توافق لپاره به فرصت پاتې نه‌شي.

په ۱۰۱۶ میلادي کال کې په بریتانیا کې د یوې ترسره شوې ټولپوښتنې راهیسې چې په‌کې په سلو کې نږدې ۵۲ رأی ورکوونکو له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو غوښتنه وکړه، دا هېواد له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د رسمي وتلو اصلي نېټې ته یوازې دوه نیمې اوونۍ پاتې دي.

په دې څو ورځو کې بریتانیا له څو داسې پرېکړو کولو سره مخ ده چې ښايي اسانه نه‌وي.