د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اترو ښکېل لوري، د طالبانو استازي او امریکایي پلاوي د دې خبرو جزئیات له رسنیو سره نه‌شریکوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا خبرې ښې مخ ته ځي او پاکستان هم په‌کې رغنده رول لوبولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

روانې پنځم پړاو خبرې چې له څه باندې دوو اوونیو راهیسې په قطر کې پیل شوي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د مرکچي شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي ترمنځ پر مخ وړل کېږي.

د طالبانو مرستیال مشر او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم دغه خبرې له نږدې څاري.

سره له دې چې د دغو خبرو جزئیات له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام‌اباد کې له خپل جرمني سیال د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره په یوه خبري غونډه کې په دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

که څه هم هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو په دې خبرو کې یې د پاکستان رول مهم وباله او ویې‌ویل چې هېواد یې د افغانستان ټولې ډلې دې ته هڅولي چې د اغېزمنو بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره سره کېني.

ښاغلي قریشي له ښاغلي ماس سره د ترسره شویو خبرو په اړه هم د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ویې‌ویل:

"موږ د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې چې افغانستان هم په‌کې شامل و، ښاغلي ماس له کابل او مزار شریف څخه کتنه کړې او د افغانستان د وضعیت په اړه‌یې خپل نظریات له ما سره شریک کړل، ما هم ماس د افغانستان د سولې د خبرو لپاره په اسانتیا برابرولو کې د پاکستان له وروستیو اقداماتو خبر کړ، موږ په دې خبرو کې د لا پرمختګ هیله کوو."

د چارو کتونکي د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول له دې پلوه مهم بولي چې ویل کېږي، دا هېواد د طالبانو پر مشرتابه چې له زیات نفوذه برخه‌مند دی، په استفادې کولای شي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

تر اوسه طالبانو د افغانستان له حکومت سره چې هغه د امریکا لاس پوڅی حکومت بولي، له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.

پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان پر وضعیت بحث ته ځانګړې شوې وه، یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د دې غونډې برخه‌والو ته وویل چې حکومت‌یې چمتو دی چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان دولت او خلکو د سولې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او اوس پر طالبانو پورې تړلې ده چې په دې برخه کې خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.