ابراهيم رئیسي د ایران د مجلس خبره‌ګان مرستيال وټاکل شو

د ايران د قضائيه قوې مشر او د ایران د مجلس خبره‌ګان مرستيال ابراهيم رئیسي

د ايران د قضائيه قوې نوی ګمارل شوی مشر چې محافظه‌کار مذهبي دی او له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، د مجلس خبره‌ګان د مرستيال په توګه وټاکل شو.

مجلس خبره‌ګان د ایران ستر مذهبي مشر ټاکي او کار يې څاري.

ايرنا نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې مجلس خبره‌ګان، ابراهيم رئیسي د سې شنبې په ورځ انتخاب کړ او څو ورځې مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي دی د دې هېواد د قضائیه قوې د مشر په توګه ټاکلی و.

۵۸ کلن رئیسي لوړپوړی مذهبي مشر دی او د ايران د شیعه زیارتونو د ادارې استان قدس رضوي مشر هم پاتې شوی دی.

د بشري حقونو نړيوال سازمان او امریکا د ده ټاکنه د قضا د کنټرولولو هڅه بللې ده او ويلي يې دي چې رئيسي په ۱۹۸۰مه لسيزه کې د سياسي زندانيانو په ډله‌ییزو اعدامونو کې لاس درلود.