د "م. م" سرمنشي انتونیو ګوترش د ښځو د حقونو په اړه خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې پراخ او ژور شا تګ شوی دی.

ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمېسیون په کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال په دې برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه.

دا کمېسیون په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د جوړېدو له پیله د نارینه‌وو او ښځو ترمنځ د بشري ژوند په ټولو برخو کې د انډول راوستو لپاره هڅه کوي.

ښاغلي ګوترش په تېره د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو دفاع او یا د دولتي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي د تشدد د مواردو زیاتېدو ته اشاره وکړه او همداراز د انټرنټ له لارې له ښځو سره د ناوړه چلند یادونه وکړه او ویې‌ویل ښځې پر دندو د استخدام پر مهال د نارینه‌وو په پرتله په سلو کې ۲۶ لږ چانس لري.