ملګري ملتونه وايي چې په ایتوپیا کې د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د دې سازمان لږ تر لږه ۲۱ کارکوونکي هم مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمېسیون د کلنۍ غونډې د پرانیستو پر مهال په خپله وینا کې دا پېښه په تېره د ملګرو ملتونو لپاره لویه غمیزه وبلله.
ښاغلي ګوترش زیاته کړه:
"په ایتوپیا کې دې ناوړه هوايي سانحې د وروستیو معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو د ۲۱ کارکوونکو په ګډون د ټولو سپرلیو او پر دې سربېره په نامعلوم شمېر د هغو کسانو ژوند واخیست چې له ملګرو ملتونو سرهیې له نږدې کار کاوه."
د ایتوپیا د هوايي شرکت بوینګ ۷۳۷ ماکس ډوله الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ د دې هېواد د پلازمېنې اُدیس ابابا له هوایي ډګره له پورته کېدو لږ ځنډ وروسته راوغورځېده او ټولې ۱۵۷ سپرلې یې لهمنځه ولاړې.