د بغلان چارواکي: د طالبانو د سرې قطعې ۲ جګړه‌ماران وژل شي

د افغانستان په نقشه کې بغلان ولایت

په بغلان ولایت کې د طالبانو سرې قطعې ته تلفات اوښتي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو اتمې لوا قوماندان عباس توکلي وايي، تېره شپه په مرکزي بغلان کې د نښتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې دوه جګړه‌ماران وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.

د افغان قواوو دغه قوماندان وايي، په نښتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي، خو هېڅ امنیتي پوسته د طالبانو لاس ته نه‌ده لوېدلې.

تر دې مخکې طالبانو رسنیو ته په يوه پیغام کې ويلي وو چې د مرکزي بغلان په سیمه کې يې دوه امنيتي پوستې نيولي او افغان امنیتي ځواکونو ته‌یې زيان رسولی دی.

په همدې حال کې پرون د پلخمري په چشمه شېر سیمه کې طالبانو د تېلو څلورو ټانکرونو ته اور اچولی دی.