په تېرو ۲۴ ساعتو کې د افغانستان په شمال لوېديځ زون کې د عملیاتو پر مهال ۲۵ سخت دريځي وژل شوي او ټپیان دي.
دا خبره ۲۰۹ شاهین قول اردو په يوه اعلامیه کې کړې ده.
اعلامیه وايي، د وليد-۴۰ عملیاتو په نتيجه کې د بلخ ولایت پل بنګاله، بابه قشقار، قندهاري او د چمتال ولسوالۍ مرکز د سخت دريځو له شتونه پاک شوي او په دې عملیاتو کې شپږ وسلهوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
اعلامیه وايي، په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو ته هېڅ زیان نهدی رسېدلی.
همداراز د اعلاميې په وينا، د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې شپږ سخت دريځي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او همداراز د علياباد او کندز پر لویه لاره له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یو طالب وسلهوال وژل شوی دی.
اعلاميه زیاتوي چې پرون ماښام د بغلان-سمنګان پر لویه لاره د امنيتي ځواکونو پر پوسته سخت دريځو تهاجمي حمله وکړه چې بېرته پر شا وتمبول شوه.
اعلامیه وايي، په دغو نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې.
په دې اړه څه نهدي ويل شوي چې امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي که نه.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ويلي.