د هرات او د نوې ډېلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو او په لومړي ځل له دې لارې صادرات وشول.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د هرات-ډېلي د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت د مهمو اقتصادي پلانونو څخه وو چې د افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.
نوموړي وویل چې د دغه هوايي دهلېز له لارې د افغانستان خصوصي سکټور د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلول کېږي.
د دغه دهلېز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې مېوې تر څنګ نور صادرات هم استول کېدای شي.
افغان حکومت وايي، اوس افغانستان له اقتصادي پلوه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نوې لارې او ټرانزیت لري.
تر دې مخکې افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره پر پاکستان تکیه و.