په هلمند کې خبريال نثار احمد احمدي د ماين په چاودنه کې ټپي شوی

د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر د ماين چاودنه

په هلمند کې د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

د هلمند د والي د اړيکو مسؤل زاهد اتل پېښه تأييد کړې ده، خو جزئيات‌يې نه‌دي ورکړي.

ويل کېږي د احمدي پر موټر چاودنه د چسپکي ماين له امله رامنځته شوې ده.

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د نثار احمدي يوه پښه چاودنه کې پرې شوې ده، خو د روغتيا حالت‌یې دقيق شوی نه‌دی.

نثار احمد احمدي دم‌ګړۍ سباوون په نوم ټلوېزيون او راډيو سره د خبريال په‌حيث دنده درلودله.

تر اوسه د دې پريد پړه چا نه‌ده منلې.