جرمني: لاسته راوړنې باید د افغان سولې د خبرو قرباني نه‌شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د څو کلونو لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو قرباني نه‌شي.

هایکو ماس پرون په کابل کې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په‌دې هېواد کې په بېلابېلو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ او د بشري حقوقو په برخو کې د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.

د اجرائیه ریاست له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي ماس دغه‌راز ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د افغانستان د حکومت پرله‌پسې غوښتنې رد کړې او دا حکومت‌یې د امریکا لاس پوڅی بللی دی.

د طالبانو استازو تر اوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره څو ځلې خبرې کړي چې پنځم پړاو یې اوس په قطر کې روان دی.