د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د سولې خبرو کې باید ټولې لاسته راوړنې پام کې ونیول شي

د انځور ښي لوري ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او چپ لوري ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې وستایلې او تأکید یې وکړ چې د سولې په پروسه کې باید ټولې لاسته وړاندې خوندي شي.

د افغانستان او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو له خبرو اترو وروسته، په یوې خبري ناسته کې څرګند شول او د سولې په روانو هڅو او یو لړ نورو مسایلو یې خبرې وکړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۰» په کابل کې په دغې خبري ناسته کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د دوحې ناستې ته اشاره وکړه او په دې لاره کې یې د امریکا او افغان حکومت هڅې وستایلې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.

ده وویل:

"د دوحې خبرې لومړنی ګام دی، اوس د دې وخت رسېدلی چې خبرې وشي او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، ځکه دا په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره یوازنۍ لاره ده."

ښاغلي هایکو ماس ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د افغان حکومت او خلکو لاسته راوړنې خوندي شي.

ده همدارنګه په افغانستان کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په راوستلو، له فساد سره د مبارزې، له امنیتي ځواکونو د ملاتړ او په دې هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت په برخو کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

هایکو ماس چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلی، د افغانستان له ولسمشر، اجرائیه رئیس او په شمال کې له خپلو پوځیانو سره لیدلي دي.

جرمني چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا او افغان حکومت هڅې ستايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو له دوو اوونیو راهیسې په قطر کې روان دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د سولې په پروسه کې د جرمني په ګډون د بېلابېلو هېوادونو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې دغه هېوادونه باید د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت او خلکو نقش له نظره ونه‌غورځوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

​نوموړي زیاته کړه:

"په هر پروګرام کې چې د افغان حکومت او خلکو نقش له نظره وغورځول شي، نه‌یوازې دا چې زموږ د تأیید وړ نه‌دی، بلکې تجربې ښودلې چې دا شان پروګرامونه نه‌شي کولای چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات تأمین کړي، موږ له دوست هېواده چې د سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې زموږ د هڅو ملاتړ کوي، قدرداني کوو."

ښاغلي رباني ټنیګار وکړ چې د سولې د ټینګښت یوازنۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې او د سولې په پروسه کې د افغان حکومت او خلکو ملکیت ته درناوی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې په کابل کې وویل، د سولې خبرې اوس د ټولو په ژبه دي او حکومت هڅه کوي چې خلک رښتینې سولې ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند