د سولې مشورتي لويه جرګه به د ثور د مياشتې په نهمه وشي

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري

جمهوري رياست وايي، د سولې راروانه مشورتي لويه جرګه به د غويي يا ثور د مياشتې په نهمه وشي.

حکومت تر دې مخکې د دې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو نېټه د کب یا حوت د مياشتې ٢٦مه اعلان کړې وه.

د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وويل، نن د راروانې لويې جرګې د نېټې په اړه په ارګ کې بحث وشو.

ده وویل:

"ولسمشر د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه په يوه فرمان کې محمد عمر داودزى د سولې مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو د کمېسيون مشر وټاکه او کمېسيون ته‌يې دنده وسپارله چې د ١٣٩٨ کال د ثور د مياشتې په ٩مه دغه لويه جرګه جوړه کړي."

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئيس عمر داودزي تر دې مخکې ويلي وو چې په دې جرګه کې به تر ۲۰۰۰ زیات کسان برخه واخلي چې حد اقل ۳۰ سلنه به‌یې ښځې وي.