د بغلان-سمنګان پر لويه لار د طالبانو د ډله‌ييزو حملو مخه نيول شوې

آرشیف

د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله‌والو طالبانو د ډله‌ييزو حملو مخه نيولې ده.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.

په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ويل شوي.

وسله‌والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.