د فراه ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په يوه جګړه کې د دولت ١٧ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمتالله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه.
قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسلهوال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي.
د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسلهوالو مخالفانو پاکه شوې ده.
په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت وسلهوالو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نهده کړې.