چارواکي: د بادغيس په بالامرغاب کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي

د بادغيس ولايتي چارواکي په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، وسله والو طالبانو په بالامرغاب کې تېره شپه د ملي اردو پر يوه ټولي حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٦ سرتېري وژل شوي او شااو خوا ٤٠ نور اسيران شوي دي.

خو د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي وايي، په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، د تېرې شپې جګړې څو ساعته دوام کړى دى.

په سيمه کې د ازادي راډيو وايي، پنځه کاله کېږي چې د بالامرغاب ولسوالۍ لار د امنيتي ځواکونو پرمخ تړلې او دوى ته د هوا له لارې اکمالات کېږي.

وسله والو طالبانو د تېرې شپې د حملې مسؤليت منلى او افغان قواوو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.