باوري: د تاریخي اثارو خوندیتوب ته تدابیر نیول شوي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال رسول باوري د دوشنبې په ورځ د هېواد د فرهنګي میراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰ سلنې پورې تاریخي اثار ترمیم شوي دي.

ښاغلي باوري زیاته کړه:

"په تېرو څلورو کلونو کې تر ۴۷ زیات تاریخي اثار ترمیم شوي چې دا په نسبي ډول سره ۷۰ سلنه ډېروالی ښیي، تر اوسه له ۵ زره زیات تاریخي ابدې پېژندل شوې دي."

په‌دغه غونډه کې د افغان ولسمشر پیغام هم ولوستل شو چې د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنې او ارزښت په تړاو ټينګار شوی و.

دا په‌داسې حال کې ده چې د کابل موزیم د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد زرګونه تاریخي اثار چې د کورنیو او بهرنیو قاچاق کوونکو له‌خوا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوي، د حکومت او یونېسکو له هڅو سره سره، هېواد ته نه‌دي راوړل شوي.