په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې افغان ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او قلعهزال ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې پهکې ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پامير د ۲۰مې فرقې درستیزوال سید قربان موسوي نن دوشنبه په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل:
"په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۹یې هم ټپیان شوي او دغهراز په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو دوه مهم پټنځایونه او دوه عرادې هامویې ټانکونه هم تخریب شوي دي."
نوموړی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نهدی رسېدلی او عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري.
بلخوا د کندزیانو په وینا، سره له دې چې په دې ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف پرلهپسې عملیات ترسره کېږې، خو لاهم د دې ولایت ډېره برخه د وسلهوالو طالبانو تر واک لاندې ده.