حمدالله محب د افغانستان په اړه د «م. م» امنيت شورا ته معلومات ورکوي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته معلومات ورکوي.

د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين نن ازادي راډيو ته وويل، حمدالله محب په دې غونډه کې د ګډون په هدف په پنځه ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ته رسېدلى دى.

ښاغلي ارين زياته کړه:

"«د امنيت شورا» په‌دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د هېواد پر روان وضعيت وينا کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي."

ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترش پر راپور بحث وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې سازمان د سرمنشي انتونيو ګوترش په دغه راپور کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سمدستي خبرو غوښتنه شوې او په‌کې د ښاغلي ګوترش له قوله ټینګار شوی چې سوله یوازې د هر اړخیزو بین‌الافغاني خبرو له لارې ترلاسه کېدای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى مأموريت یا یوناما په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه غونډه به نن د کابل پر وخت د ماښام شپږ نيمې بجې پيل شي.