رستمي: په کرنیزو چارو کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنیزو چارو د اسانتیاوو په برابرولو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د روان لمریز کال په ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې کروندګرو او بڼوالو ښځو ته شنې خونې، د شاتو د مچیو فارمونه، کورنۍ باغچې، د چرګانو فارمونه او د سبزیو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې په‌دې برخه کې ښځې ښې لاسته راوړنې هم لري.

د ښاغلي رستمي په خبره، راتلونکي لمریز کال کې هم دغه وزارت پلان لري چې بې‌سرپرسته او بې‌وزله ښځو ته د ټول هېواد په کچه ۵۴ زره د چرګانو واړه او منځني فارمونه جوړ کړي چې په‌دې سره دغه ښځې وکولای شي خپل کورنی اقتصاد پر مخ یوسي.