د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

انتونیو ګوترش

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوترش پر راپور بحث وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر «یوناما» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په نیویارک به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي.

له بلې‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې سازمان د منشي انتونیو ګوترش په راپور کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سمدستي خبرو غوښتنه شوې او په‌کې د ښاغلي ګوترش له قوله ټینګار شوی چې سوله یوازې د هر اړخیزو بین‌الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي.