د هند د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلي چې د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپرېل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې ترسره شي.
نظرپوښتنې ښيي چې د صدراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.
د هند د انتخاباتو د کمېسیون رئیس سونیل ارورا د یکشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپرېل میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو ترسره شي.
په هندوستان کې شااوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.
د دې هېواد د عمومي انتخاباتو د رأيو شمېرل د مې د میاشتې په ۲۳مه پیلېږي.