د ايتوپيا د هوايي شرکت د يوې الوتکې د سقوط په پېښه کې د وژل شويو په منځ کې درې روسان او يو صرب وګړى هم شامل دي.
دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا د پلازمېنې اُديسه بابا په ٥٠ کېلو مترۍ کې نسکوره شوه.
په پېښه کې ١٤٩ تنه سورلۍ او ٨ تنه عمله ووژل شوو.
تر اوسه د دې الوتکې د سقوط علت نهدى په ډاګه شوى.
د ايتوپيا د هوايي شرکت د خپاره شوي لېست له مخې په مړو کې د جرمني، سويډن، اتريش، اسرائيل، اسپانيا، مراکش، پولنډ، ناروې او سعودي عربستان په ګډون د ٣٥ هېوادونو وګړي شامل دي.
د سلواکيا د پارلمان يوه غړي انتون هرانکو په خپل فېسبوک کې ليکلي چې په پېښه کې يې مېرمن، لور او زوى مړه شوي دي.