د سولې ولسي حرکت وايي، نن دوشنبه د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د سولې په ملاتړ ولسي غونډه کوي.
د دغه حرکت وياند بسمالله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"د دوشنبې په ورځ مومندرې ولسوالۍ ته ځو، هلته له ولسونو سره ګورو، ولسونو ته د روانې جګړې په اړه معلومات ورکوو. دا ورته وايو چې دوى بايد د سولې او اوربند غږ وکړي. د يکشنبې په ورځ په کږې ولسوالۍ کې په سلګونه کسانو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې بايد نور جنګ پاى ته ورسوي او ژر تر ژره اوربند وکړي."
د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په کونړ او لغمان ولايتونو کې هم په ولسي غونډو کې د سولې او اوربند پر اهميت ټينګار کړى و.