د ميدان وردګ والي هغه راپورونه نهمني چې پهکې ويل شوي چې پهدې ولايت کې د وروستيو پوځي عملياتو له کبله ٩ ملکيان وژل شوي دي.
والي مظفرالدین یمین تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، پهدغو عملياتو کې چې د شنبې ناوخته شوي، ٤ وسلهوال هم وژل شوي دي.
ښاغلی یمین زیاتوي:
"په يوه کور کې مخالفانو سنګر نيولى و، له هغه ځايهيې پر دولتي ځواکونو ډزې کړې وې چې هغوى يې پر وړاندې عکسالعمل ښوولى و. پهدغه کور کې ٤ وسلهوال کسان لهمنځه لاړل، متأسفانه يوه ښځه او ماشوم هم ووژل شول."
د ميدان وردګ والي، د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د وژل شويو ملکيانو شمېر ٣ تنه ښوولى وو.
بلخوا د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې د ډلې مشر عزيز احمد تسل پرون ازادي راډيو ته وويل، د دوى معلومات ښيي چې په سيداباد ولسوالۍ کې د دغو عملياتو له کبله ٩ ملکيان وژل شوي دي.