رحيمي: د پاکستان پر فضا د افغانستان او هندوستان الوتنې به ژر پيل شي

ارشیف، د کام ایر یوه الوتکه

د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره تمه ښيي چې ډېر ژر به د پاکستان پر فضا د افغانستان او هندوستان ترمنځ ملکي الوتنې بېرته پيل شي.

د دې ادارې وياند محمد قاسم رحيمي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، د الوتنو د بيا پيل لپاره له نړيوالو سازمانونو سره هم بحثونه شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"موږ د ملکي هوايي چلند په برخه کې هم له فعالو سازمانونو هم د پاکستان د ملکي هوايي چلند له مشرتابه سره په تماس کې يو. دا موضوع له نږدې تعقيبوو چې ممکن په لنډ وخت کې دا ستونزه حل شي."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې تر دې مخکې ويلي وو چې پاکستان ښايي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د الوتنو پر مخ خپل فضايي حريم نن دوشنبه پرانيزي.

د پاکستان له فضا دغه الوتنې وروسته له هغې منع شوې چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په لانجمنه سيمه کشمير کې ناکراري پيل شوه.

لومړى د کب/ حوت پر ٧مه د هند د هوايي ځواک له‌خوا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې بمباري وشوه.

وروسته پاکستان د هندوستان د يوې جنګي جټ الوتکې د نسکورولو او يوه پيلوټ د نيولو خبر ورکړ.

دغه پيلوټ بېرته هندوستان ته وسپارل شو.

ويل شوي د کابل او نوې ډېلي ترمنځ الوتنې چې پخوا يې يو نيم ساعت دوام کاوه اوس له پنځو تر شپږو ساعتونو پورې وخت نيسي.