د لوګر امنیتي چارواکي وايي، په محمداغې ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.
د لوګر سرپرست امنیه قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته وویل، دا پوځي عملیات د محمداغې ولسوالۍ په هغو سیمو کې کېږي چې وسله وال مخالفین پکې دېره دي او له هغه ځایه حملې او ورانکاره فعالیتونه تنظیموي.
ده وویل:
"د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په زرغون ښار سیمه کې د تصفیې او تلاشۍ عملیات روان دي، تر دې دمه شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي او عملیات روان دي."
سمونوال مخلص زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې تراوسه د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او وسلې او پوځي تجهیزات هم ترې ترلاسه شوي دي.