د سمنګان ولایتي چارواکي له طالبانو سره په نښته کې د پولیسو د ۲ سرتېرو د مړینې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال مشر ازادي راډیو ته وویل، دا نښته نن سهار په دره صوف بالا ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو د ملي پولیسو پر پوسته ډله ییز برید وکړ.
له سمنګان ولایت څخه د یوه بل خبر له مخې طالبانو تېره شپه دوه تنه ملکي وګړي چې له مزارشریف څخه دره صوف ولسوالۍ ته روان وو، په لاره کې له موټرو ښکته کړي او تراوسه د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.