د اوکراین ۲۲ افسران له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي

د اوکراین پولیس

د اوکراین پولیس وايي چې ۲۲ افسران یې له ښي اړخو تندلارو سره په نښتو کې ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

پولیس وايي، دې کسانو غوښتل چې د روانې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې د ولسمشر د موټرو پر کاروان برید وکړي.

پولیسو نن په یو بیان کې وویل چې دا افسران پرون چیرکاسي ښار کې د علاج لپاره یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې ښار کې د ملي لښکر په نوم د ګوند پلویانو هڅه وکړه چې د ولسمشر پیټرو پوروشینکو د موټرو د کاروان مخه ونیسي.

دوی همداراز د هغو شخصیتونو د نیولو غوښتنې کړې چې د فساد په یوه رسوایۍ کې تورن بلل شوي دي.

چارواکو دا هم ویلي چې دوه پولیس افسران په پلازمېنه کییف کې د ولسمشر دفتر ته نږدې په نښتو کې ټپیان شوي چې یو یې روغتون ته لېږدول شوی.

د دواړو پېښو په اړه جنایي تحقیقات پیل شوي دي.