ولسمشر غني: د سولې پروسه په تدبیر سره پر مخ تللې او باید په دقت مخ ته ولاړه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې پروسه تراوسه په پوره تدبیر سره پر مخ تللې او باید په دقت سره پرمخ ولاړه شي.

په داسې حال کې چې په قطر کې له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، ولسمشر غني وايي، د افغانستان خلک تلپاتې او باعزته سوله غواړي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ د ښځې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، اوسمهال په هره ژبه د سولې خبرې کېږي، خو حکومت هڅه کوي چې خلک رښتینې سولې ته ورسېږي.

ده وویل:

"د افغانستان ټولنه، سیمه او نړیواله ټولنه، ټولې د سولې خبرې کوي، خو باید هېره نه کړو چې دغه زمینه موږ برابره کړې، دغه پروسه په دقت، تامل او تدبیر سره تر دغې مرحلې رسېدلې، تر هغې چې موږ مسؤلیت لرو، د خلکو غوښتنې په پام کې نیسو، ځکه باعزته او تلپاتې سوله د هغو غوښتنه ده."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو له دوو اوونیو راهیسې په قطر کې روان دی.

که څه هم د دغو خبرو جزیات تراوسه رسنیو ته نه دي رسېدلي، خو دواړو لورو ویلي چې دغه خبرې په ښه توګه پرمخ روانې دي او پرمختګ په کې شوی دی.

د دې خبرو د بریالیتوب لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې حتمې ګڼل کېږي، خو دا هغه څه دي چې طالبانو تراوسه نه دي منلي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې یو پوښتنه ګڼي او وايي چې د دوی ټولې ناڅرګندې اړیکې باید تربحث لاندې ونیول شي.

ښاغلي غني وویل:

"پوښتنه دا ده چې د طالبانو اړیکې له پاکستان سره په کوم وخت د نړیوالو تربحث لاندې راځي، له ترورېستي شبکو سره د هغوی اړیکې تر یوه حده د بحث موضوع ګرځېدلې، خو باید ځانګړې شي چې له حرامو اقتصادي شبکو سره د دوی پر اړیکو څه وخت بحث کېږي، ناڅرګندې، تیاره او د پردې شاته اړیکې باید روښانه شي."

خو پاکستان تل دا ډول خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي او دا هغه خبرې دي چې افغان حکومت ورته د شک په سترګه ګوري.

راپور: خان محمد سیند